وړیا انټرنت په ترمینل کښی د افغان بیسیم مخابراتی شرکت لخوا

25-December-2013

په کندهار نړیوال هوايي ډګر کي وړیا (واي فاي) انټرنیټ فعاله سو. په کندهار نړیوال هوايي ډګر کي د وړیا (واي فاي) انټرنیت د فعاله کیدو چاري څه باندي یوه اوونۍ مخکي د افغان بیسیم مخابراتي شبکي لخوا پیل سوي وي چه تیره ورځ یی کار بشپړ او په هوايي ډګر کي وړیا (واي فاي) انټرنیټ فعاله سو. د کندهار نړیوال هوايي ډګر عمومي آمر ښاغلي احمدالله فیضي د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له مشرتابه او کارکوونکو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چه له دي انټرنیټ څخه به ټول هغه مسافرین چه د طیاري لپاره په ترمینل کي انتظار کوي ګټه اخلي. ښاغلي فیضي همدارګه وايي چه دغه وړیا انټرنیټ به نور هم کندهار نړیوال هوايي ډګر د هوايي چلند د نړیوال سازمان معیار پوره کولو ته نژدي کړي