د کندهار نړیوال هوايي ډګر د رمپ د بیارغوني چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل سو

27-January-2014

د کندهار نړیوال هوايي ډګر د رمپ د بیارغوني چاري چه څه باندي دري میاشتي مخکي پیل سوي وي د دوشنبي په ورځ يې کار بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو. د هوايي ډګر د رمپ د جوړیدو سره سم د هوايي ډګر د برق او کانالازیسیون سیسټم هم جوړ سوي دی. د کندهار نړیوال هوايي دګر د رمپ د بیارغوني، برق او کانالازیسیون سیسټم د جوړیدو مالي لګښت چه څه باندي اته سوه زره امریکايي ډالره کیږي د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت لخوا ورکول سوي. د یادوني وړ ده چه دا مهال په کندهار نړیوال هوايي ډګر کي نوري رغنیزي پروژي هم رواني دي.

Kandahar Airport Ramp