در باره افغانستان

د افغانستان لنډه پیژندنه

افغانستان ( د افغانانو مینه ) په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هیواد دى. دا هیواد، چې پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد شوى ، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو. ځينې مورخين ليکي ، چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې  تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې  رسیده . د احمدشاه باباامپراطوري وار په وار د ده د لمسيانو او بيا دمحمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه . د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت : د  افغانستان شمال او سوېل لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره  ٢٤٣٠ کيلو متره ، په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤ کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له تاجکستان سره  ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي  پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هیواد دى. دغه هیواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو او ٣٩٨  ولسواليو وېشل شوى دى.

ولس

د افغانستان ټول نفوس نږدې٢٦ميليونه اټکل شوى دى ،چی له۷نفرو څخه يو يې په کابل کې ژوند کوي. کندهار ښار په دوهمه درجه کې راځي،چی نفوس يې تر نيم ميليونوڅخه زيات دی، ورپسې د هرات ښار په لوېديځ کې او مزار شريف ښارپه شمال کې او د جلال ابادښار په ختيځ کې لوى ښارونه دي.نږدې٥،٢ميليونه ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان او ايران کې تراوسه میشت دي د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. په افغانستان کي د جنسيت تناسب د هرو۱۰۰ښځو په پرتله١٠٣،٢نارينه دي او د کورنيو منځنۍ کچه ٦،٣ تنه دى

مذاهب

د افغانستان د نفوس  په سلو کې  له ۹۹څخه ډېر يې مسلمانان دي،چې۸۰په سلو کې سني، ۱۹په سلو کې شيعه او يو په سلو کې د نورومذهبونو پيروان،لکه هندوان ،سکان او ډېر کم عيسويان  جوړوي

ښوونه او روزنه

په ملي کچه په هغو کسانو کې ، چې تر ۱۵کلونو لوى دي، د لوست ليک اندازه ۳۴په سلو کې ده ،  د نارينه وو په منځ کې د سواد کچه ٤٣،١  په سلو کې او په ښځو کې بيا دغه کچه له۱۰څخه تر ۱۵په سلو کې ده. دغه راز د ښوونې او روزنې په ډګرکې د پام وړ ستونزې لکه دپانګې او ښوونحيو دودانيونشتوالی، ،کلتوري دودونه اود مسلکی ښوونکيو کموالى  په ځانګړې توګه په کليوالوسيمو کې شتون لري. دا په داسې حال کې ده،چې زده کړه وړيا ده او لومړنۍ زده کړې لازمي دي، خو زده کړې ته لا سرسى يوه ستونزه ده. يواځې ٤،١٧سلنه ماشومان په خپل کلي کی لومړنيوښوونځيو ته لاسرسی لري او ۳۷سلنه بايد ۵کيلومتره سفر وکړي،چی نږدې ښوونځيو ته د زده کړې لپاره لاړ شي ٩،۲۹سلنه زده کوونکي بايد له۱۰کيلومترو ډېرمزل وکړي،ترڅو ښوونځي ته ورسېږي. د منځنيوښوونځيو ستونزې هم لومړنيوښوونځيو ته ورته دي. ددې ښوونځيو  ٧،٧سلنه زده کوونکي په خپلوکليوکې ښوونځي لري او ۴۱سلنه زده کوونکي بايد له۱۰کيلومتره ډېرمزل وکړي،ترڅو ښوونځي ته ورسیږي.

اقتصاد

افغانستان يو کرنيز او مخ پر ودې هبواد دى.د افغانستان عمده  صادرات تازه او وچه مېوې او غالۍ دي. په وروستيو کې دولتي چارواکيو ويلي چې  افغانستان د  درېيو تريليونوپه ارزښت طبيعي زېرمې لکه ګاز، خام نفت، د ډبروسکاره، مس، کرومايټ، ټالک، باريټ، سلفر، سرب، جست، اوسپنه، مالګه، قيمتياو نيمه قيمتي‌ډبروپه ګډون نا وېستل شوي توکي لري.. رسنۍ: په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۰ه ش کال کې د امير شيرعلي خان په سلطنت کې د شمس النهار جريده  چاپ شوه او په ۱۲۸۴لمريز کال کې د اميرحبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال سراج الاخبار چاپ شو، چې د اميرعبدالرحمان خان په وخت کې هم چاپ کېده. په اماني دوره کې د ارشاد النسوان په نوم د ښځو مجله او  انيس ، چې اوس د ورځپاڼې په توګه چاپ کيږي او لسګونو نورې نشريې چاپ کېدې . په ١٣٠٧ لمريز کال کې د امان الله خان د واکمنۍ تر له منځه تلو وروسته  ،تر هغه چې محمدظاهر په ١٣٤٣ کال کې دمطبوعاتو ازادي اعلان کړه ، مطبوعات د دولت په سانسور او کنټرول کې و. د  محمدداوود او ورپسې د خلق او پرچم ګوندونو د واکمنيو پر مهال  مطبوعات د دولت تر سانسور لاندې وو، خو د ډاکټر نجيب د حکومت په وروستيو کې  ځينو ګوندونو هم  په خپرونو پيل وکړ. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم مطبوعات په بشپړه توګه د حکومت په واک کې و او د  دولتي تلويزيونو فعاليت هم درول شوى و. خو له ١٣٨١ کال څخه وروسته ازادو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه او دا مهال  زيات شمېر  دولتي، شخصي او ولايتي (سيمه ييزې ) رسنۍ د شخصي ادارو په لګښت او بهرنيانو په مرسته را منځته شوې دي .